د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیط او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر طارق علي بخیط ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک خوښي څرګنده کړې چې نوموړی افغانستان ته راغلی، د افغانستان وضعیت له نیږدې ګوري او د دې هېواد اصلي انځور نړۍ ته وړاندې کوي.
شیخ نداء محمد ندیم تر فتحې وروسته د هېواد د تحصیلي نظام لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي؛ چې تحصیلي نصاب مخکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه وو چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره پرې بیا کتنه وشوه.
همدارنګه په تحصیلي نهادونو کې د زیربنایي پروژو، د نویو پوهنځیو او څانګو د رامنځته کېدو، په تحصیلي نهادونو کې د ماسټري او دوکتورا برنامو ایجاد، استادانو لپاره د ماسټري او دوکتورا دورې د فیس معاف کول، د مسافرو استادانو لپاره د اعاشې او اباطې برابرول، په تحصیلي نهادونو کې د کادري بشري قوې تشې ډکولو او نورو لاسته راوړنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په هېواد کې، د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او دا نظام دواړو سکتورونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
وروسته د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیط د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو او لاسته راوړنو په اړه چې د لوړو زده کړو وزیر لخوا شریک شول، خوښي ښودلې او ویلي یې دي، دا سازمان د ۵۷ اسلامي هېوادونو په استازیتوب فعالیت کوي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت سره په اقتصادي، علمي او تحصیلي برخو کې د همکاریو ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده، په افغانستان کې سرتاسري امنیت حاکم شوی او په ټولو برخو کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره شوې ده.