ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نږدې راتلونکي کې به د شوراندام سیمنټو کارخونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې ځان بساینې ته د رسېدو او هېوادوالو ته د کاري زمینو رامنځته کولو په موخه د نورو برخو ترڅنګ د زیربناوو جوړولو او بیارغونې ته هم پوره پاملرنه کړې ده.

د زیربناوو له جملې یو هم د هېواد په کچه د سیمنټو تولیدې کارخونو جوړول دي، اسلامي امارت غواړي په کور دننه د سیمنټو د تولید کچه لوړه او په ودانیزو چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

په همدې موخه یې د بغلان د غوري او د پروان د جبل السراج سیمنټو کارخونو پر فعالیدو سربېره په کندهار کې د شوراندام سیمنټو کارخونه کې د جوړولو چارې پیل کړي دي، چې اوس مهال یې د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې دي.

موده وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د شوراندام سیمنټو کارخونې د کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسولینو ته یې په مسلکي او معیاري ډول د کارونو د بشپړولو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.

د یادې کارخونې کارونه د افغان انجینرانو له لوري پرمخ وړ کیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د شوراندام سیمنټو کارخونه کې اوس مهال د تخنیکي ماشنرۍ د نصب چارې روانې دي، چې د بشپړ نصب وروسته به د سیمنټو تولید پیل کړي.

یاده کارخونه دوه فازونه لري، چې په لومړي فاز کې به په قانوني ډول له یو زر او ۲۰۰ څخه تر یو زر او ۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا ولري او د دویم فاز په بشپړېدو سره به دغه کچه درې زره او ۲۰۰ ټنو ته ورسیږي.

په یاده کارخونه اوس مهال ۶۰۰ هېوادوالو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې، چې د سیمنټو د تولید په پیل سره به دا شمېره دوه زره کسانو ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت د سیمنټو په برخه کې ځان بساینې ته د رسېدو په موخه د جبل السراج دویمې کارخونې، د جوزجان د یتیم تاق او د لوګر سیمنټو کارخونو قراردادونه هم کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي، چې د اکتشاف له بشپړېدو سره به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.