ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټاپ پروژې رهبرۍ کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه

د ټاپ پروژې د رهبري کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه.

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې، د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، یو شمېر نورو رییسانو او د بهرنیو چارو، د مالیې، د اقتصاد او د امارتي شرکتونو ادارې استازو په شتون کې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په پیل کې د اوبو او انرژي وزیر د ټاپ (TAP) پروژې د ترانزیټي او اقتصادي ښېګڼو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه پروژه د درېیو هېوادونو (ترکمنستان- افغانستان- پاکستان) لپاره له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده.

د غونډې په دوام کې د یاد وزارت د دفتر عمومي رییس قاري محمد عبدالعزیز عزیز د دغې پروژې د تخنیکي کمېټې د غونډو د پرېکړو په تړاو توضیحات ورکړل، د پروژې د بېلابېلو اړخونو لکه مخینه، اقتصادي او سیاسي ګټې، د لېږد لاره او اړوندو نورو موضوعاتو د پلي کولو د څرنګوالي په هکله په مفصله توګه خبرې وکړې.

همدارنګه د غونډې په دوام د دې پروژې د رهبري او تخنیکي کمېټو د دندو لایحه او د لارې د نقشې مسوده چې د ترکمنستان هېواد څخه رالېږل شوې وه د نهایي کولو په موخه تر څېړنې لاندې ونیول شوه.

د یادولو وړ ده، چې د ټاپ پروژه د برېښنا د لېږد له لویو پروژو څخه د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ ده.

د دغې پروژې په پلي کولو سره د برېښنا لین د لېږد ترانزیټي ګټې سربېره، افغانستان کولی شي ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا هم له دې لین څخه واخلي.