د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت اداري او مالي مرستیال حافظ انجنیر صدیق الله عابد ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ د افغانستان د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ فعال ساتنې لپاره د وزارت ټول مسولین او کارکوونکي ژمنتیا لري، چې په یادو برخو کې هېوادوالو ته اسانتیا رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه چې زیاتره تجهیزات یې وجاړ شوي وو بیرته په معیاري وسایلو سمبال او اوس ټولو بهرنیو هغو هېوادونو ته چې مخکې ورته الوتنې ترسره کېدلې ورته په نورمال ډول الوتنې ترسره کیږي.
د ښاغلي عابد په وینا؛ په تېر یوه کال کې څه باندې ۹۰۰ ټرانسپورټي شرکتونه او اتحادیې په معلوماتي سیستم کې ثبت شوي او په کابل کې د ۱۴۱ مسافر وړونکو او بار وړونکو شرکتونو د ارزونې چارې بشپړې شوي دي.
د الوتنې د خونديتوب او پاليسۍ مرستیال حسیب الله سروش ویلي؛ د تېر کال پر مهال څه باندې یو زر او ۶۶۲ کورنیو او بهرنیو الوتکو ته د الوتنو جوازونه ورکړل شوي دي.
دغه راز په وروستي یوه کال کې د افغانستان پر فضا۲۵ زره او ۵۴۰ عبوري الوتنې ثبت شوي او د هوایي او ځمکني ټرانسپورټ برخه کې د مسافرو شکایتونو ته پر وخت رسېدنه شوې ده.
د ښاغلي سروش د معلوماتو له مخې؛ په معیاري ډول د هوایي ډګرونو فعال ساتل او د هوایي ډګرونو د عصري او تخنیکي وسایلو بشپړول، د هوا حالاتو وړاندوینه او راپورونه یې په دوامداره توګه له کورنیو او بهرنیو پیلوټانو سره شریکول، د کابل نړيوال هوايي ډګر د کټارو ترميم او په مرکز او ولایتونو کې د بیا رغونې د ۲۷ پروژو د چارو بشپړول؛ د هوایي چلند برخه کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ مرستیال ملا عبدالسلام حيدري ویلي، تېر کال د هوايي چلند برخه کې په کور دننه او بهر ۵۶۱ زره او ۹۹ مسافر او دوه زره او ۶۴۷ ټنه کارګو توکي انتقال شوي دي.
نوموړې زیاتوي، چې د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي او لسګونه کسان بهرنیو روزنیزو پروګرامونو ته استول شوي دي.
دغه راز په بېلابېلو برخو کې د ۱۲ طرزالعملونو او ۶ پلانونو او لارښوونو ترتیب او بیاکتنه، په مختلفو برخو کې د ۱۱ هوکړه لیکونو او تړونونو ترتیب او بیا کتنه، د وزارتونو او خپلواکو ادارو موټرچلوونکو ته د روزنيزو سمينارونو وړاندې کول، د ملکي هوايي چلند په انسټيټوټ او د ځمکني او هوايي چلند په سکټور کې د ۲ ستراتېژیکو پلانونو ترتيب او چمتو کول؛ په تېر کال کې د وزارت نور فعالیتونه دي.