د چین د سره صلیب اجرایوي مرستیال له مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د چین او افغانستان ترمنځ د ۷۰ کاله دوستانه اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې موږ د افغانانو د اړتیاوو ارزونې په هڅه کې یوو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره په همغږۍ به له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړو.
نوموړي له افغانانو سره د چین د سل زره ډالرو نغدي مرستو او سل زره مرستندویه کڅوړو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې موږ په راتلونکي کې هم د همکارۍ د پراختیا غوښتونکي یوو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون چهارشنبه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس پیر کراهنبول او د چین د سره صلیب له اجرایوي مرستیال وانګ کي سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د افغاني سرې میاشتې رییس شیخ شهاب الدین دلاور هم حضور درلود.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې لیدنه خوښي څرګنده کړې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې او چین هېواد د سره صلیب تر منځ رامنځته شوې همغږي یې د مرستې رسولو په برخه کې مثبت ګام بللی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس له افغانانو سره د دې کمېټې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې تر پخوا زیات امنیت او ثبات ټینګ شوی او ډېر مثبت بدلونونه رامنځته شوي، چې له انکار باید ترې ونه شي.
ښاغلي پیر کراهنبول زیاته کړې، چې افغانان د سره صلیب نړیوالې کمېټې د توجه په محراق کې قرار لري او له هغوی څخه به هېڅ ډول همکاري درېغ نه شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د چین او سره صلیب نړیوالې کمېټې د همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت مستحقینو ته د مرستو په رسولو کې هېڅ ډول همکاري نه درېغوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پرلهپسې وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او له بهرنیو هېوادونو څخه د افغانانو د اخراج له امله هېوادوال مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.