د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په مشري د موسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د وزارت مرکزي رییسانو، د یونیسف دفتر د واش څانګې مسول رولف لویندیک، د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو او موسساتو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې د اهمیت په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي؛ زموږ مسولیت دا دی ترڅو پروژې په یو داسې ځای کې پلي کړو، چې د مظلومو او ستړو افغانانو د درد دوا شي او کوښښ به مو دا وي، چې مستحقو خلکو ته پروژې ورسوو او ټولګټې خدمات وړاندې کړو.
نوموړي متوازن انکشاف ته په اشاره زیاته کړې، چې پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو په اساس تطبیق شي او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دا هوډ لري، ترڅو د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي.
د موسساتو د استازو خبرې په غور اورېدل شوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته رسېدلې ده.