ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د وزارت حقوقي مشاور قاري سعید خوستي، د باختر اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس مولوي رحمت الله نړیوال، د مطبوعاتو او رسنیو د څار رییس مولوي صفي الله رائد، د کاپی رایټ آمر مولوي عبدالحق حماد او د ټولو وزارتونو ویاندویانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د مطبوعاتو او رسنیو د څار رییس مولوي صفي الله رائد د غونډې موخې څرګندې کړې او ویلي یې دي، چې رسنۍ ځانګړی ارزښت لري، اسلامي امارت یې ملاتړ کوي او رسنۍ باید معیاري شي.

ښاغلي رائد د رسنیو ستونزې شریکې کړې او له ویاندیانو څخه یې غوښتنه کړې، چې پر وخت معلومات ورسره شریک کړي.

د خپرونو چارو معین ویلي؛ زموږ او ستاسو مسولیت دی چې حقیقتونه له خلکو سره شریک کړو.

ښاغلي فراهي له ویاندویانو څخه غوښتي، چې د خپلو ادارو لاسته راوړنې او پرمختګونه په ښه ډول سره خپاره کړئ.

مولوي عبدالحق حماد د مطبوعاتي مسولینو پر مسولیتونو خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د ویاندویانو مسولیت ډېر حساس دی او باید جدي پاملرنه ورته وکړي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت حقوقي مشاور بیا ټینګار کړی، چې مختلفې ادارې باید له رسنیو سره په همکارۍ د خپلو معلوماتو شریکولو لپاره پروګرامونه ترتیب کړي.

د باختر آژانس رییس ویلي، چې ډېرې دولتي او خصوصي رسنۍ په هېواد کې فعالیت لري او د نظام د لاسته راوړنو په خپرولو کې مهمه ونډه لري، باید له دوی سره همکاري وشي او د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورسره شریک شي.

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د مرکزي ادارو ویاندویانو خپل وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه شریک کړي، چې د مسولینو له لوري د حل ډاډ ورکړل شوی.