ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د “نړيوالې جنايي محکمې” په نوم جوړښت په تړاو د افغانستان اسلامي امارت دريځ!

د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې د افغانانو د ديني او ملي ارزښتونو د ساتونکي نظام په توګه د روم اساسنامې، او پر بنسټ يې د “نړيوالې جنايي محکمې” په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولي او لاندې موارد اعلاموي:

 لومړی: د یادې “محکمې” تاریخ دا په ډاګه کوي چې د عدل او انصاف د اصل پر ځای یې د سیاسي تمايلاتو له مخې چلن کړی دی.‌

د افغانستان اسلامي امارت چې له هېوادونو سره د متقابل احترام او پر اصولو ولاړ تعامل غواړي، له دې تګلارې سره موافق نه دی.

 دویم: د افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو کې تر ملیونونو بې‌ګناه انسانان، چې اکثریت يې ښځینه، ماشومان او په ټوله کي ملکيان تشکیلوي، ځپل شوي او وژل شوي دي. خو دا “محکمه” د یادو لویو ظلمونو په اړه پټه خوله پاته شوې ده.

 درېیم: یاد جوړښت په افغانستان کې د اشغالګرو او د هغوی د ملګرو له لوري د عامو افغانانو پر خلاف د ترسره شوو جنګي جرایمو، چې پکې پوره پوره کلي، تعلیمي مرکزونه، مساجد، روغتونونه، او د ښادیو محفلونه له خاورو سره خاوري شول، ښځې، ماشومان، سپین ږیري، او حتی په زرګونو لاس تړلي اسیران په شهادت ورسیدل؛ هېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه هم د هغو ظالمانه اقداماتو مخنیوی شوی دی.

 څلورم: په داسې حال کې چې د نړۍ ډیری لوی هېوادونه د دې “محکمې” غړي نه دي، د افغانستان په څېر هېواد، چې همېشه د نورو د اشغال او استعمار له لوري مظلوم واقع شوی دی، غړیتوب یوه غیر ضروري چاره ده.

 د پورتنيو مواردو په پام کې نیولو سره، د افغانستان اسلامي امارت په رسمي ډول اعلانوي چې د روم پر اساسنامې مکلف نه دی او د تېرې ادارې له خوا یادې اساسنامې ته الحاق هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.