د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو ویلي؛ چې د کمال خان او کجکي بند د دویم فاز پروژې دویمې برخې، د بخش اباد بند د تونلونو، د شاه او عروس، توري او پاشدان بندونو د ودانیزو چارو بیا پیل، د تخار د نمک آب کانال د دریاچې لارې د سمون پروژې پلي کول، د امو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو پلي کول، په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ بندونو او کانالونو د ساتنې پروژو تطبیق په تېر یوه کال کې د اوبو د برنامو برخه کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
دغه راز د اوبو د ۶ تخنیکي کړنلارو تسوید او تدقیق، د اوبو د ۱۰ تخنیکي کړنلارو طی مراحل او له سیندیزو حوزو سره یې شریکول، د اوبو په پروژو کې د پانګونې جلبولو په موخه له نړیوالو موسسو او بهرنیو شرکتونو سره ناستې او د اوبو سرچینو مدیریت او پراختیا لپاره، له نړیوالو موسسو او بهرنیو شرکتونو سره د هوکړه لیکونو لاسلیکول، د اوبو برنامو برخه کې د دغه وزارت نور فعالیتونه دي.
د وزارت د مسولینو په وینا، د ذخیرې بندونو، اوبولګولو کانالونو، د سیندونو څنډو او چکډیمونو د ۱۱۵ پروژو د تخنیکي او اقتصادي سروې چارې بشپړې شوي، د اوبو د تاسیساتو برخه کې ۱۲۵ پروژې ډیزاین او اسناد یې څېړل شوي، په پينځه سیندیزو حوزو کې د اوبو د کوچنیو تاسیساتو ۱۴۹ پروژې څېړل شوي او د ۶ بندونو د امکان سنجۍ مطالعات او د تخنیکي ډیزان چارې سرته رسېدلي دي.
مسولین زیاتوي، چې د ځمکلاندې اوبو د ارزونې لپاره د تلپاتې سیستم رامنځته کول، د اوبو د معلوماتو ملي بانک کې د چینو، کارېزونو او شخصي څاه ګانو د تخنیکي مشخصاتو د ثبتولو پیل، د کابل ښار په ګډون ۱۷ سترو ښارونوکې د ځمکلاندې اوبو د وضعیت څېړنه، د باران او واورې اوبو د جذبولو په موخه، د ۴۲۷ جذبي څاه ګانو کېندل او د سطحي اوبو سرچینو د څارنیزو شبکو پراختیا د اوبو سرچینو د مدیریت برخه کې د وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.
د یاد وزارت مسولین وایي، چې له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په موخه له ملي او نړیوالو شرکتونو سره د پانګونې جلبولو شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، د برېښنا انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن پلان ترتیب شوی او د انرژۍ د ساتنې، لمریزې انرژۍ او د انرژۍ د بېځایه کارونې مخنیوي لپاره، څلور پالېسۍ او درې کړنلارې چمتو شوي دي.
د اوبو سرچینو د پراختیا او هر اړخیز مدیریت او له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید او ډاډمنې برېښنا ته د خلکود لاسرسي برخه کې د یو شمېر پروژو پلي کول په ۱۴۰۲ کال کې د یاد وزارت له عمده پلانونو څخه دي.