ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سردار محمد داوود خان روغتون يو شمېر برخې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمريز کال د کب مياشتې په دویمه نېټه د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستريز روغتون کې يو شمېر روغتيايي برخې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

 په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم حضورد درلود.

په يادو برخو کې نوې ۱۰۰ بستريزه څانګه، د ملکي ناروغانو لپاره جوړ شوى روغتون او همدا راز د سردار محمد داوود خان روغتون ته د ان کي سي کمپ سپارل شامل دي، چې په نويو او عصري طبي تجهيزاتو سمبال دي.