ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: اسلامي امارت ژمن دی، چې افغانستان له سیالانو سره سیال کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نوي کابل د لومړي فاز د دوهم پارسل پروژې د جوړېدو چارو د پيل په پرانیست‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي پر همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ویلي؛ د اسلامي امارت مشران ژمن دي، چې افغانستان له سیالانو سره سیال کړي او په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او د دې پروژې پيل یې ښه بېلګه ده.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ د نوي کابل پروژه د هېواد په کچه د خصوصي سکټور او اسلامي امارت تر منځ د مشارکت یوه ستره ملي پروژه ده، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابروي.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ د نوي کابل پروژه د ژوند کولو په ټولو سهولتونو برابره ده، چې په بشپړېدو سره به یې له اوسني کابل ښار څخه نوي کابل ته د نفوسو انتقال پيل، په اوسني ښار کې به ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو مخنیوی به وشي.

د نوي کابل پروژه د اوسني کابل ښار یو نیم برابر لویه ده، چې د ۳۷۰ زره جریبه مساحت په درلودو سره په څلورو فازونو کې ډیزاین شوې ده.

د یادې پروژې د لومړي فاز چارې په ۵ پارسلونو کې په پام کې نیول شوې، چې نن یې د دویم پارسل د جوړېدو چارې پرانیستل شوې.

دغه پارسل په ۷۴۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی، چې ۱۲ زرو کسانو لپاره به پکې ۲۳۰۰ هستوګنیز کورونه جوړ شي.

د نوي کابل پروژې د لومړي فاز دویم پارسل چارې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د خصوصي ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي او زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.