د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ په بامیانو ولایت کې د څو کورنیو ترمنځ د کرنیزې ځمکې پر سر رامنځته شوې ۱۶ کلنه دښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د امر حافظ محب الله سجاد، سیمه ییزو مسولینو او ځایي خلکو په هڅو او منځګریتوب حل شوه او په شخړه کې ښکېل لوري یې د سولې ژوند ته را وګرځېدل.
یاد وزارت زیاتوي؛ دغه شخړه چې د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ د بالای غنډک په سیمه کې د یوې ټوټې ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، د دواړو خواوو د اختلافاتو په نتېجه کې، پکې یو تن وژل شوی و او د طرفینو ترمنځ یې ډېر خنډونه رامنځته کړي وو.
دغه دوښمني د بامیانو د والي مولوي عبدالله سرحدي، محلي مسولینو او سیمه ییزو قومي مشرانو د ستړیاوو په برکت د یوې مرکې په ترڅ کې حل شوه.
د دوښمنۍ د حل په مراسمو کې مسولینو او قومي مشرانو د سولې په فضیلت خبرې وکړې، ښکېلې خواوې یې بښنې او یوبل بښلو ته راوبللې او د مقتول وارثانو ته د دیت او عذر وړاندې کولو په خاطر یوه اندازه نغدي پیسې ورکړل شوې او ترمنځ یې د خیر فیصله وشوه.
یاده پرېکړه د دواړو لوریو د قناعت وړ وګرځېده او یو بل ته یې د ورورۍ غېږې ورکړې.