ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې د پراختیا په حال کې دي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ لخوا د څو سترو خیریه او سوداګریزو پروژو او همدا راز تعلیمي بنسټونو په پرانیست‌غونډه کې ګډون کړی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ د عزیزي ګروپ له لوري په بېلابېلو برخو کې د مهمو پروژو پيل په افغانستان کې د خصوصي پانګونې په برخه کې یو ستر او مهم ګام دی، چې پر مټ به یې هېوادوالو ته نوي کاري فرصتونه برابر شي، بنسټیزو او اړینو خدماتو ته به د خلکو لاسرسی اسانه او په ټوله کې به د هېواد په ابادۍ کې مهم رول ولري.

ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه؛ په ټول هېواد کې امنیت ټینګښت او د لویو اقتصادي پروژو عملي چارې روانې دي او ورځ تر بلې له هېوادونو سره سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې پراخېږي چې په راتلونکي کې به نور ښه زیري هم ولرو.

نوموړي وویل؛ اطاعت او احترام د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به  دوام کوي، د اسلامي امارت ټول فکر یوازې د شریعت پر تطبیق، د هېواد پر ابادۍ او د ملت پر سوکالۍ متمرکز دی.

ښاغلي برادر اخوند له نړیوالو وغوښتل، څو له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي، ځکه اقتصادي او سیاسي فشارونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي. د نړۍ په تاریخ کې ثابته شوې ده چې فشارونه تعامل او اړیکو ته لار نه هواروي، دا چاره ملتونه او هېوادونه نور هم سره لیرې کوي او له ټولو څخه د مناسبو اړیکو اصلي مسیر پاتې کېږي. ښه دا ده چې د منل شوو اصولو په چوکاټ کې د متقابلو اړیکو او تعاملاتو مناسبې لارې غوره شي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د عزیزي ګروپ مسولینو ته د یادو پروژو د پيل مبارکي وویله او له ټولو پانګوالو یې وغوښتل چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت دوی ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.

د یادونې وړ ده چې عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تداوۍ ۴۰۰ بستریز معیاري روغتون، د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځي، د نرسېنګ انسټېټیوټ، طبي پوهنتون او د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پیل کړې.