ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت الله جمال د بلخ له والي سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د پلاوي په ملتیا بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت له والي ملا محمد یوسف وفا او د دې ولايت د‌ اطلاعاتو او کلتور له ریيس مولوي محمدالله ضرار سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د بلخ ولايت رسنيو پر فعاليتونو، د ولايتي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ پر همږغۍ، بلخ ولايت ته د راتلونکو سېلانيانو او دې ته ورته يو شمېر نورو موضوعاتو خبري وشوې.

 په پيل کي مولوي قدرت الله جمال وویل؛ بلخ ولايت ته مو د‌ سفر موخه د ولايت مقام او اطلاعاتو او کلتور رياست ترمنځ همږغي، د اطلاعاتو او کلتور رياست د ټولو اداري چارو، وسايلو، امکاناتو، د ياد رياست د کارکوونکو چاري ارزونه، د نژدې څخه ليدنه او د دوی ستونزي اورېدل او ستونزو يې ته رسېدنه ياد کړل.

 ښاغلي جمال زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په عايداتي وزارت بدل شوی دی، افغانستان په هر ولايت کي تاريخي او کلتوري سيمي لري چې د هېواد د داخلي سيلانيانو ترڅنګ يې د‌ خارجي سېلانيانو توجه جلب کړې ده او په دغه ځايونو کې پانګوونه کوي، اسلامي امارت د سيلانيانو لپاره هرډول آسانتياوي رامنځته کړي دي.

ورپسې د بلخ ولايت والي ملا محمد یوسف وفا وویل؛ د افغانستان کلتوري او فرهنګي دود د ولايتونو ترمنځ خلکو ته رسول ډېر مهم دي، د‌ دې ولس ذهنيت جوړول، فرهنګي او کلتوري خپروني جوړول، د نظام او اسلامي امارت لاسته راوړني، پرمختګونه او ښېګڼي بايد د رسنيو له لاري تر ولس پوري ورسيږي او ټولو ته د همدې لاري عامه پوهاوي ورکړل شي‌.

 ښاغلي وفا زياته کړه؛ د بلخ ولايت ټول تاريخي او لرغوني ځايونو تاريخ بايد ژوندی وساتل شي او د دې ولايت تاريخ بايد د کتاب په شکل وليکل شي ځکه د افغانستان پینځه زره کلن تاریخ د همدې بلخ ولايت څخه ياديږي.

 ملا محمد یوسف وفا د ناستي په ورستيو کي راغلي پلاوي ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د‌ هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ.