د افغانستان بانک وايي؛ د دې بانک رییس نور احمد اغا په مشرۍ پلاوي د روسیې هېواد په یکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
دا کنفرانس چې د مالي سکتور لپاره د سایبري امنیت، ډیجیټلي ټکنالوژۍ او د بانکوالۍ سیستمونو د خوندیتوب پر موضوعاتو تمرکز لري، د نړۍ د مخکښو مالي بنسټونو، مرکزي بانکونو او د ټکنالوژۍ د متخصصینو کوربهتوب کوي.
یاد بانک زیاتوي؛ نور احمد اغا په دې کنفرانس کې وینا وکړه، چې پکې یې د افغانستان د مالي سکتور د امنیتي تدابیرو، د معلوماتي سیستمونو د ساتنې او د سایبري خطرونو د مدیریت پر موضوعاتو خبرې وکړې.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان بانک د سایبري امنیت په برخه کې نړیوال معیارونه تعقیبوي او هڅه کوي چې د عصري ټکنالوژیو په کارولو سره، د هېواد د مالي سکتور خوندیتوب نوره هم پیاوړی کړي.
د افغانستان بانک پلاوي تر دې دمه د کنفرانس په مختلفو تخنیکي غونډو کې ګډون کړی او د ایران مرکزي بانک له رییس او یو شمېر نورو هېوادونو د مرکزي بانکونو او مالي ادارو له مشرانو سره لیدنه کړې.
د دغو ناستو موخه د همکاریو پراخول، د سایبري امنیت د نويو ټکنالوژیو تبادله او د بانکوالۍ ډیجیټلي حللارو ته وده ورکول وو.
همدارنګه د افغانستان بانک پلاوی له نورو مالي او بانکي بنسټونو سره د ګډو همکاریو د فرصتونو، د سایبري امنیت د لا پرمختګ او د نوي ټکنالوژیکي سیستمونو د تبادلې پر موضوعاتو بحثونه تر سره کړل.