د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د اوکراین پر ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي نیوکې کړي او د هغه شتون یې په مذاکراتو کې غیر ضروري بللی.
ټرمپ د فاکس نیوز سره په خپله مرکه کې ویلي، د یوه کمزوري مذاکره کوونکي په توګه د زیلېنسکي شتون په مذاکراتو کې مهم نه دی.
تر دې وړاندې هم ټرمپ د زیلېنسکي له څرګندونو وروسته پر اوکراین نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې د اوکراین غبرګون نهیلی کړی.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي هم دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي و، چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د سعودي مذاکراتو ته نه دی وربلل شوی.
په داسې حال کې دواړه ولسمشران په یوبل نیوکې کوي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د حل او پای ته رسولو لپاره د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ مذاکرات د سعودي عربستان په کوربتوب د دغه هېواد په پلازمېنه ریاض کې پیل شوي دي.