مالیې وزارت وايي، د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست ولایت د غلام خان په ګمرک کې د صادراتي توکو د وزن معلومولو لپاره یوه پایه د لوړ ټناژ تله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاد وزارت زیاتوي، یاده تله، ۲۲ متره اوږدوالی او درې متره پلن والی لري، چې د ۱۲۰ ټنه وزن معلومولو وړتیا لري.
د دې وزارت په وینا، د دغه تلې په جوړولو سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو او اضافه وزن له وړلو به مخنیوی وشي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د بلخ ولایت د نائب اباد په ګمرک کې دوه، د اقینې په ګمرک کې یوه او د هرات په ګمرک کې هم یوه د لوړ تناژ تله ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.