د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مسولین وايي، چې د کره سندونو پر بنسټ ېې له ۳۰ میلیون جریبه زیاته ځمکه تشخیص او استرداد کړې ده.
د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند حافظ برکت الله رسولي وايي؛ چې په ټول هېواد کې ېې د هستوګنو ښارګوټو ارزونه پیل کړې او په وینا یې، چې د شخصي ځمکو د حل و فصل د دوی پورې اړه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې کمېسیون دوه کاله تېرېږي او په دې موده کې ېې، میلیونونه جریبه ځمکه د دې کمېسیون تخنیکي پلاوي ارزولې ده.