د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په سلواغه میاشت کې درې زره او ۷۴۷ بهرمېشتو هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼې غیر حضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.
بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت نهه زره او ۱۸۵ هېوادوالو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، لس زره او ۶۳۴ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼې د تایید او اووه زره او ۱۷۲ کسانو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼې د وېش اوکاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو خدمتونه وړاندې کړي دي.
همدارنګه په یاده موده کې لس زره او ۸۷۳ کسانو ته زېږون کارتونه او ترڅنګ یې ۴۲۵ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش، د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.