ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېرو لسو میاشتو کې د سیروم جوړولو په برخه کې د څه باندې ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان د سیرومو تولید برخه کې ځان بسیاینې ته نیږدې شوی او تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د څه باندې یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت صادارات شوي دي.

https://twitter.com/rtapashto/status/1893154223824523426

بلخوا یو شمېر پانګوال چې په دغه برخه کې يي په لویه کچه پانګونه کړې وايي، کارخونه يې په ورځيني ډول د څه باندې ۲۵۰ زره بېلابېل سیرومونو تولید ظرفیت لري.

دوی له اړونده مسولینو غوښتنه کړې، چې په ورته واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي څو دوی ته ښه بازارموندنه وشي.

ورته مهال یو شمېر کارکوونکي چې په دغه کارخونې کې په دنده بوخت دي پر نورو پانګوالو هم غږ کوي، چې هېواد ته راشي او پانګونه وکړي څو افغان ځوانانو ته هم کاري زمینه برابره شي.

د یادونې ده، چې افغانستان په وروستیو کې د سیروم جوړولو برخه کې ښه وده کړې ده چې د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بلل کیږي.