ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر او د اسلامي همکاریو سازمان استازو لیدنه؛ پر روغتیايي همکاریو خبرې وشوې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو تجهیز، افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې، د روږدو او سرطاني ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو او د یاد سازمان د غړو هېوادونو هڅونې اړوند خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان استازو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان روغتیايي سیستم پیاوړتیا او پراختیا برخو کې د یاد سازمان همکاري اړینه وبلله او په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې له هغوی څخه د مرستې او د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د دغه سازمان د غړو هېوادونو هڅونې غوښتنه وکړه.

بل لور د اسلامي همکاریو سازمان استازو د نورو برخو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم د مرستې او همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړ.