ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د اوزبیکستان د لومړي وزير له مرستيال سره لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه له غرمې وروسته د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا راز په افغانستان کې د اوزبیکستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.

اوزبیکستاني لوري وویل، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.

په دغه زون کې به د جلغوزیو او پنبې د پروسس کارخونې، د بسته‌بندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یوشمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي.

د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، اوزبیکستاني پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي او هلته د صنعت او په سمنګان ولایت کې د سیمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه، د طوطي میدان ګازو د اکتشاف په برخه کې ښه پرمختګونه لري چې په نږدې وخت کې به یې د استخراج چارې هم پيل کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اوزبیکستاني لوري د طرحو هرکلی وکړ او د اسلامي امارت له لوري يې په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.