ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د څه‌باندې ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د دوو پروژو چارې پېل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د کابل د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک سيمه کې د ۱۸۹ ميګاولټ نوی سبسټېشن او له ارغندۍ څخه د بتخاک تر نوي سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژو چارې نن پیل شوې.

د دغو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کابل والي ملا امین الله عبید، د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي، د اسلامي امارت مشرانو، د اوبو او انرژي وزارت سلاکارانو او ريیسانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو شتون درلود.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال د هغې ارزښت ته په اشارې ویلي، دغه پروژه د ترکمنستان-افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د اړوندو پروژو په ټولګه کې شامله ده او د انرژي د جذب او وېش زیاته برخه له دغې سرچینې څخه چمتو کېږي.

نوموړي زیاته کړې، د اوبو او انرژي وزارت د دوو مهمو او حیاتي سکټورونو مسولیت پر غاړه لري او له نېکه مرغه په دغه برخه کې یې د کتنې وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

په ورته مهال د کابل والي ملا عبیدالله امین ویلي، د اسلامي امارت له راتګ سره تر اوسه د هېواد په ابادۍ او پراختیا کې په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو د برېښنا د تامینولو په برخه کې لویې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم برېښنا د ننۍ ټولنې د اساسي اړتیاوو له جملې څخه بللې او ویلي یې دي، د اوبو او انرژي وزارت لخوا په دغه لاره کې ملموس او ارزښتمن ګامونه اخیستل شوي.

همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي ویلي؛ اسلامي امارت څرنګه چې د هېواد د ازادۍ لپاره هېڅ ډول سرښندنې ندي سپمولې، اوس مهال به د هېواد د ابادۍ او پراختیا په لاره کې هم شپه او ورځ هڅې کوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت لخوا د یو خصوصي شرکت په پانګونې سره پلي کېږي.

د بتخاک نوي سب سټېشن د پروژې په پلي کولو سره په ټولیز ظرفیت د ۱۸۹ مېګا ولټ امپیر او له ارغندۍ سب سټېشن څخه د بتخاک تر نوي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي، د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټ لین څخه د انرژي لویه برخه جذب او د کابل د خلکو د برېښنا ستونزې به تر ډېره بریده حل شي.