اوزبیکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د اوزبیکستان د مرکزي بانک له رییس تیمور اشمتوف سره ځانګړې لیدنه وکړه.
د افغانستان بانک وايي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د بانکي لېږدونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ظرفیت لوړونې، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د دواړو هېوادونو د ملي پولي واحدونو پر کارونې او د اداینزو سیستمونو د نښلونې او پراختیا په اړه مفصل بحثونه وکړل.
په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو پراختیا ګټوره یاده کړه او ویې ویل، د اوزبیکستان هېواد سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولی شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.
نور احمد اغا زیاته کړه، د افغانستان بانک ژمن دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د بانکي سکتور په برخه کې رغنډه اړیکې ولري او په دې وسیله د افغانستان د بانکي سکتور په برخه کې په ملي او نړیواله کچه اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د اوزبیکستان هېواد د مرکزي بانک رییس تیمور اشمتوف هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د بانکي سکتور رول د خورا ارزښت وړ یاد کړ او په دې برخه کې یې دوه اړخیزه همکاري مهمه وبلله.
د یادولو وړ ده، چې اوزبیکستان هېواد ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر موخه د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د اوزبیکستاني بانګوالو د پانګونې جذب دی.