د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري چې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي سره د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی، د دغه هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمناف سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبولګولو سیستم پراخولو او د اوزبیکستان د خصوصي سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا بحث او نظرونه تبادله کړل.
د اوزبیکستان د کرنې مسولینو په دې لیدنه کې د اوبو مدیریت په برخه کې د خپلو متخصصینو پر لوړو ظرفیتونو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې دوی کولی شي د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو او د افغانستان د اوبو سرچینو د ښه تنظیم په برخه کې همکاري وکړي.
مولوي عطاءالله عمري د دغو همکاریو تود هرکلی وکړ او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په سکتور کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې د دواړو لوریو متخصصین دې د نظریاتو او تجربو د تبادلې لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د شوېو ژمنو د عملي کېدو لپاره به کار کوي او د پلي کېدو بهیر به ارزوي.
همداراز پرېکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو د کرنې وزارتونو تخنیکي مرستیالان به د دغو هوکړو د پلي کېدو پر څرنګوالي کار وکړي، ترڅو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ کرنیزې او مالدارۍ همکارۍ لا پیاوړې شي.