ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کې څه‌باندې ۲۷۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د روان ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو او اسان خدمت د ۷۵ وېش څانګو له لارې ۲۷۰ زره او ۶۵۰ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دې ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په سلواغه میاشت کې د وېشل شویو پېژندپاڼو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۸ زره او ۵۴۰، کندهار کې ۲۲ زره او ۸۳۹، هرات کې ۲۲ زره  او ۱۱۵، بلخ کې ۱۴ زره او ۳۹۵ او هلمند ولایت کې ۱۲ زره او ۶۸۳ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه څه‌باندې لس زره او ۵۰۰ نورو کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده، چې ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې بنسټ یې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.