ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند په اوزبیکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په پنځمه نېټه په اوزبیکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې لیدنه وکړه.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له افغان پانګوالو او سوداګرو سره د لیدنې پر مهال وویل، د اللّه تعالی په نصرت او د افغانانو په بې ساري قربانۍ افغانستان له نړیوال استکباري اشغال څخه ازاد او له لسیزو وروسته له بې مثاله سرتاسري امنیت څخه برخمن شوی دی.

 ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د هېواد د اقتصادي ودې د پراختیا په برخه کې لازم ګامونه اخیستل شوي، د زېربنا رغولو په برخه کې سترې پروژې پیل شوې، د لویو لارو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي، د کورنیو تولیداتو او صادراتو کچه زیاته شوې او د سوداګرۍ بېلانس کې نسبتا ښه‌والی رامنځته شوی دی.

د پانګونې او سوداګرۍ سیستم له فساد او بېروکراسۍ پاک شوی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

 نوموړي وویل؛ په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د شتمنو هېوادوالو سر، مال او عزت خوندي نه و، خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره د سوداګرو او پانګوالو مال او عزت خوندي او په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار ته دوام ورکوي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د انرژۍ، کانونو، کرنې، ترانسپورټ، زېربنا، مخابراتو، ټکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره اړینه وبلله.

ښاغلي برادر اخوند زیاته کړه، افغان پانګوال باید په دې برخو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.

 ملا عبدالغني برادر اخوند وویل؛ اسلامي امارت له خصوصي سکټور څخه بشپړ ملاتړ، راستنېدونکو صنعت‌کارانو، سوداګرو، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې د زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول خپل مکلفیت او مسولیت ګڼي او هڅه یې دا ده چې افغانستان د سیمې د اقتصادي او سوداګریز اتصال په مرکز بدل او له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو لمن لا پراخه کړي.

نوموړي افغان پانګوالو او سوداګرو ته په خطاب کې وویل؛” تاسې زموږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ ستنې یاست. ستاسې پانګونه، تجربې او وړاندیزونه زموږ لپاره ارزښت لري. ستاسې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه ټول افغانستان ته اقتصادي ګټه رسوي.

موږ غواړو تاسې ته د پانګونې نور فرصتونه هم برابر کړو، ترڅو د صنعتي تولید، کرنې، ترانزیټ او نورو اقتصادي سکټورونو د ودې لپاره خپلې تجربې او پانګې وکاروئ.

اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی. په همدې موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې پروسې اسانه کړې، د مالیاتو سیستم منظم شوی، د سوداګرو او پانګوالو ټولو حقوقو ته پوره ژمن دی “.

 په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په اوزبیکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسې پانګه، شتمني او سوداګریز فعالیتونه په افغانستان کې خوندي دي، اسلامي امارت به د اړتیا پر مهال هر ډول لازمه همکاري درسره کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې خپل صنعت او پانګه خپل هېواد ته را انتقال کړي، څو د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

 په اوزبیکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ملاتړ وکړ او هر پانګوال له لسو څخه تر ۱۰۰ میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود.

دوی همداراز په یو شمېر برخو کې خپلې ستونزې د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې چې د حل ډاډ ورکړل شو.