د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په پینځمه نېټه په تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه.
د دغه لیدنې پرمهال په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر د نوې ودانۍ په اړه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته معلومات ورکړل.
ملا عبدالغني برادر اخوند په تاشکند کې د افغانستان سفارت له ودانۍ څخه د لیدنې پر مهال د سفارت مسولینو ته وویل؛ په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې هغه په رښتینې مانا د هېوادوالو خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسولیتونو ته په ښه ډول متوجه دی.
نوموړي زیاته کړه؛ د هېوادوالو هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسول کس باید کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خبره، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکار واوسي.
په تاشکند کې د افغانستان سفارت مسولینو د سفارت د فعالیتونو په اړه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ته معلومات وړاندې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په اوزبیکستان کې د مېشت افغان کډوالو او کارکوونکو ستونزې تر ډېره حده حل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په تاشکند کې د افغانستان سفارت د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.