ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ هغه خپلمنځي بدي، چې له ۱۵ کلونو راهیسې یې دوام درلود او د دواړو لوریو ترمنځ یې ګڼ خنډونه رامنځته کړي وو، تېره ورځ د یوې لویې قومي جرګې په ترڅ کې پای ته ورسېده او بدي یې په دوستي بدله شوه.

یاده بدي، چې د ګڼو تربګنیو مسایلو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ کلونه وړاندې رامنځته شوې وه، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ، د ځایي متنفذو قومي مخورو او سیمه‌ییزو مسوولینو په منځګړیتوب، تېره ورځ (شنبه، د کب څلورمه نېټه) د مرکه کوونکي پلاوي له لوري حل شوه.

د دغې شخړې د حل په مراسمو کې دیني عالمانو او قومي مخورو د بدیو په ناوړه پایلو خبرې وکړې او بښنه یې د اسلامي ټولنې د ښه امنیت او بقا سبب وبلله.

د مرکې په وروستیو کې جرګه کوونکو د ښکېلو خواوو ترمنځ د عدل پرېکړه وکړه، او د طرفینو له رضایت وروسته، ښکېلو غاړو یو بل ته د ورورۍ او پخلاینې غېږه ورکړه او د ۱۵ کلنې دښمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.