د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په ابوظبي کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره لیدنه کړې.
ملي دفاع وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.
ښاغلي مجاهد د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد له ټام ويسټ غوښتي، چې نړۍ باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.