د صنعت او سوادګري وزارت وایي، چې د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزي اړیکي عادي دي او په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۸۰۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې هم حل شوې دي.
د یاد وزارت د چارواکو په وینا؛ ګران بیه ډبرې، وچې مېوې او غالۍ چین هېواد ته صادر شوي او تر څنګ یې بېلابېل ماشینونه، رخت او د فابریکو خام توکي له یاد هېواد څخه افغانستان ته را وارد شوي دي.
بل خوا د سوداګري او پانګونې خونه وایي، چې چین افغان سوداګرو ته د وېزو د ورکړې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ورته مهال افغان سوداګر وایي، چې د افغانستان او چین تر منځ د سوداګري په برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې شوې، خو زیاتوي، چې که په چین کې د ویزو د ټیکس په برخه کې یې ستونزې اواري شي سوداګري به یې لا وغوړېږي.
دغه راز افغان سوداګر له اسلامي امارت غواړي، چې له چین څخه دې افغانستان ته د کراچۍ بندر له لارې د وارداتو زمینه برابره کړي، تر څو سوداګریز توکي یې په کم وخت او ارزانه بیه را ورسېږي.