ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

وزلوبه؛ یما پټرولیم لوبډله بلخ کې د درېیم پړاو سیالیو اتله شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او د سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون له لوري او د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې درېیم پړاو سیالۍ، چې ۱۰ ورځې مخکې پيل شوې وې، تېره ورځ (د کب په پینځمه) د یما پټرول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له ۱۱ ولایتونو ۱۳ لوبډلو ” یما پټرول، جوانان سرپل، ام البلاد، دره صوف، بلخ، سمنګان، فاریاب، بغلان، کندوز، جوانان ماورای کوکچه تخار، بدخشان، جوانان بلخ او جوزجان ”  ګډون کړی وو.

د دې سیالیو په نیمه پایلوبه کې سمنګان لوبډلې خپلې سیالې بغلان لوبډلې ته د ۴/۱ نومرو په توپير ماتې ورکړه او درېیم مقام یې ترلاسه کړ.

همدارنګه د یادو سیالیو په پایلوبه کې یما پټرول لوبډلې خپلې سیالې بدخشان لوبډلې ته د ۸/۰ نومرو په توپير ماتې ورکړه او د بلخ ولایت د وزلوبې درېیم پړاو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د وزلوبې، نېزه وهنې او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون مسولین، ملي سوداګر، چاپندازان او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د پای په دې مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق غوره لوبډلې ته د مبارکۍ ترڅنګ په بلخ کې د وزلوبې درېیم پړاو سیالیو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه او ویې ویل؛ د زرګونو مینوالو په شتون کې د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل د دې استازولي کوي، چې افغانستان کې امن دی او د هر ډول پرمختګ فرصت برابر دی.

نوموړي له ټولو افغان پانګوالو غوښتنه کړې، چې د هېواد او ورزش په پرمختګ کې برخه واخلي.