ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د اوبو او انرژي وزارت وايي، لوګر ولایت کې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه او د دوو چک‌ډېمونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي شیخ ضیا الرحمن مدني، سیمه ایزو مسولینو د یاد وزارت د یو شمېر ریيسانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزیر په دغه مراسمو کې د سرخاب بند ارزښت د محمد اغې ولسوالي د خلکو لپاره حیاتي وباله او د دغه بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړېدل یو ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

ملا عبداللطیف منصور ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مسولین د هېواد د ابادۍ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او په دغه درې کلونو کې يې د هېواد د ابادۍ او پراختیا په موخه په بېلابېلو برخو کې ډېرې پروژې پلې کړې دي.

په ورته مهال، د لوګر والي د دغو پروژو پلي کول د کرنې د پراختیا او د خلکو د اقتصاد په برخه کې اغېزناک وبلل او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د هغوی د ساتنې په برخه کې همکار و اوسي.

همدغه راز د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر ریيسانو او د لوګر ولایت سیمه ایزو مسولینو د پروژو د کیفیت او ارزښت په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو د مدیریت په برخه کې  د دغو پروژو پلي کول یو مثبت ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له لوري پلي شوې ده.

دغه بند د نهه میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او درې زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې نهه زره کورنۍ ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

همدارنګه یاد دوه چکډمونه د پينځه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پلي شوي چې په ټوله کې د ۱۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.