د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۲۳۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ او عمومي خدمتونو ښوونځي له بېلابېلو مسلکي څانګو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالقادر عبیده، د عمومي خدمتونو ښوونځي قوماندان مولوي هدایت الله مزمل او یو شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل؛ پوځیان باید فکري او مسلکي زده کړو ته پاملرنه وکړي، ځکه یوازې ښه روزل شوي ځواکونه کولی شي د هر ډول شرایطو پر وړاندې مقابله وکړي او بریا خپله کړي.
په پای کې منسوبینو د مسولینو په حضور کې خپل نمایشي حرکات ترسره کړل او مسولینو ته یی ډاډ ورکړ، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو پرمت به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه کوي.