د جرمني مسيحي ډيموکراټيک ګوند د دې هېواد د ټاکنو ۲۸.۶ سلنه رایې ګټلې او د لومړنیو شمېرنو له مخې ګټونکی اعلان شوی دی.
ویل کېږي، چې د مسیحي ډیموکراټیکې ټولنې مشر فرېدرېک مېرڅ د جرمني راتلونکې صدراعظمۍ ته چمتو کېږي.
فرېدرېک ۶۹ کلن دی او پخپل ګوند کې یو پېژندل شوې څېره ده.
نوموړي ژمنه کړې، چې جرمني به پیاوړې مشرتابه ته چمتو او پخپله څلور کلنه دوره کې به د هېواد ډېرې ستونزې حل کړي.
د تېرې یکشنبې پر ماښام د جرمنې د ټاکنو له پایلو اعلانېدو وروسته نوموړي غوښتنه کړې، چې اروپا دې خپله دفاع پیاوړې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا د اروپا د برخلیک په اړه بېپروا ښکاري.
فرېدرېک مېرڅ په ۱۹۵۵ کې د لوېدیځ جرمني د بریلون ښار په یوه مشهوره محافظه کاره کاتولیکه کورنۍ کې زېږېدلی.
مېرڅ په ښوونځي کې له مسیحي ډیموکراټیکې ټولنې ګوند سره یو ځای شوی. له ښوونځي وروسته عسکرۍ ته تللی. په ۱۹۸۱ کې یې د قانون په برخه کې زدهکړې کړې او څو کاله یې د وکیل په توګه کار کړی دی.
په ۱۹۸۹ کې د ۳۳ کلنۍ په عمر د اروپار پارلمان ته ټاکل شوی او په ۱۹۹۴ کې یې د جرمني په ملي پارلمان کې دنده پيل کړې ده.