پرون (دوشنبه، د کب ۶مه) د کابل پوليتخنیک پوهنتون کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، استادانو، او کورنیو او بهرنیو متخصصینو په ګډون د اوبو نړیوال کنفرانس پیل شو.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي؛ دا کنفرانس په درې ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له لوري د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او سیلابونو په اړه ۱۳۵ مقالې وړاندې شي.
د یاد وزارت په وینا؛ دې کنفرانس د هېواد متخصصینو، او استادانو ترڅنګ د روسيې، ایران، امریکا، انګلستان، چک، سلواکیا، سریلانکا، پاکستان، هندوستان، نيپال، فلیپین او ترکیې هېوادونو استادانو او متخصصینو ګډون کړی دی.
دې کنفرانس ته د رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند په رالېږل شوي پیغام کې د اوبو پر مدیریت او ورځني ژوند کې یې د سپما تر څنګ په یاده برخه کې د څېړونو پر ډوام ټینګار شوی.
د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په دې کنفرانس کې ویلي، چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په برخه ډېرې هڅې کړې او تر دې وړاندې په دې برخه کې د پام وړ کار نه و شوی.
ورته مهال د اوبو او انرژي وزارت چارواکو ویلي، چې اقلیمي بدلون د نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان هم خورا بد اغیز کړی او د اوبو سرچینې د ګواښ او کمښت له خطر سره مخ دي.
یاد کنفرانس په هېواد کې د اوبو غوره مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو تغذیې، د اوبو سالمې ګټې اخیستنې او ککړتیا د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.