د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست په هڅو او د یونما، ستاره ګان او مشعل اکاډمې په همکارې د نوښت ګرو ځوانانو د هنري اثارو نندارتون پرانېسته وشو.
د نندارتون په پرانېسته کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سربیره د یونما د بشري حقونو د چارو مشره فیونا فرزر د ملګري ملتونو فرهنګي سازمان (یونسکو) مسول برانډن کاسار او د اطلاعاتو کلتور وزارت رییسانو او ګڼ شمېر لیکوالو او هنري څېرو ګډون درلود.
د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د نندارتون پرانیستونکي وینا کې وویل؛ ښکلي هنرونه یوازې د فردي خلاقیت څرګندونه نکوي، بلکې د ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو د ساتلو او پراختیا لپاره هم حیاتي رول لري.
نندارتونونه د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخولو، د نوې پوهې ترلاسه کولو، او د مختلفو کلتورونو په اړه د فهم زیاتولو وسیله ګرځېدلي دي.
مولوي عتیق الله عزیزي زیاته کړه؛ د ښکلي هنرونو له لارې انسانان کولی شي خپل احساسات او افکار په نوو او بېلابېلو لارو وړاندې کړي، کوم چې د ټولنې د فرهنګي پرمختګ لپاره مهم دي.
ښاغلي عزیزي وویل؛ میناتوري او خطاطي د افغانستان دوه تلپاتي هنرونه او ویاړونه دي، چې علامه کمال الدین بهزاد یې اختراع کوونکی دی، نړیوال سازمانونه او په خاص ډول یونیسکو باید دغه هنرونه نورو هیوادونو ته منسوب نکړي او د افغانستان ملکیت دي ومني.
همداراز د یونما د بشري حقونو د چارو مشرې وویل، موږ خوشحاله یو چې په افغانستان کې د ښکلي هنرونو لپاره لا هم کار کیږي او په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې ستایو.
فیونا فرزر زیاته کړه؛ یونما د افغانستان د کلتور، هنر او تاریخي میراث ساتنه او پرمختګ ته ژمن دی او دریځ یې په دې برخه کې تل د افغانستان د هنرمندانو ملاتړ او د هنرونو د ودې لپاره اړین ګامونه اخیستل دي.
د نوموړې په وینا؛ دا سازمان د افغان هنرمندانو لپاره د نړیوالو فرصتونو برابرولو لپاره کار کوي، څو د افغانستان فرهنګي وده او نړیوال شناخت پیاوړی شي.
د نوښت ګرو ځوانانو دا نندارتون چې د شاوخوا ۶۰ هنرمندانو ۲۰۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شو تر ۷ ورځو به دوام لري.