ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار او کونړ ولایتونو کې د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې پلي کیږي

د اوبو او انرژي وزارت وايي، کندهار ولایت کې د یوه چک‌ډېم جوړولو پروژې چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالي د برغني په کلي کې د یوه چک‌ډېم جوړولو پروژې چارې د دوه میلیونه، ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رییس ملا سید محمد شرافت، علماوو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

ملا سید محمد شرافت د یاد چک‌ډېم د چارو په پرانیست غونډه کې یې په اړه اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړي او د اوبو د غوره مدیریت په هکله یې خبرې کړې دي.

دا چک‌ډېم د ۱۰۷ متره په اوږدوالي او  ۴.۵ متره لوړوالي سره د یاد وزارت په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې اووه زره متره مکعب اوبه زېرمه شي.

همداراز په یاده پروژه کې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همداراز یاد وزارت زیاته کړې، چې کونړ ولایت کې هم د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت به ډېر ژر پیل شي.

د کونړ ولایت د ناړۍ او غازي اباد ولسواليو اړوند د شامادم او حکیم اباد سیمو کې د دوو استنادي دېوالونو چارې د ۱۰ میلیونه، ۶۶۵۲ زره او ۸۳۶ افغانیو په لګښت پیل شي.

یاد استنادي دېوالونه ۳۰۰ متره اوږدوالی لري، چې چارې د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږی.

د دې استنادي دېوالونو سیمې قراردادي شرکتونو ته وسپارل شوې او ډير ژر به یې عملي چارې پیل شي.