د چمپینز ټراپي سیالیو پر دوام د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه پخپله دویمه لوبه کې له انګلنډ سره مخ کېږي. دا سیالي به د پاکستان لاهور په قذافي لوبغالي کې وشي.
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې انګلنډ پیاوړې لوبډله ده خو موږ یې پر وړاندې له نوي پلان سره لوبېږو.
نوموړي د لاهور لوبغالی د توپوهونکې لپاره جوړ بللی او ویلي یې دي؛ ډاډمن یم چې ټول لوبغاړي به ښه وځلېږي.
افغان او انګلنډ کرېکټ لوبډلو خپلې لومړۍ سیالۍ بایللې او پایلوبه ته د رسېدو لپاره داوړو ته دا لوبه برخلیک ټاکونکې ده.
له دې وړاندې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې انګلستان لوبډلې ته د ۶۹ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړې. په ۲۰۱۹ او ۲۰۱۵ کې بیا انګلنډ د افغانستان په مقابل کې بریاوې خپلې کړې دي.