د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اووه نورو یې تعدیل کړل.
د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او دوې پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله وځنډېدې.
د یادو دوو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې په تدارکاتي پروسه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري راغلي تعدیلات په نظر کې ونیسي او راپور یې د دغه کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترانسپورټي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پيل، له کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړول او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، په یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونو جوړول شاملې دي؛ چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.