د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي شتون کې لیدنه کړې.
د لیدنې په پیل کې کورومایا د هغو پروژو په اړه معلومات شریک کړي، چې جاپان یې په افغانستان کې فعالیت ترسره کوي.
نوموړي د افغانستان لپاره د جاپان د شپږ میلیونه ډالرو مرستې په اړه معلومات ورکړي، چې دوه ورځې وړاندې د یو ان اچ سي ار (د ملګرو ملتونو د پناه ورکوونکې ادارې) د بې ځایه شویو کورنیو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره لاسلیک شوي وو.
د جاپان سفیر همدارنګه ویلي، دا مرستې د زیانمن شویو برخو د جوړولو لپاره دي.
کورومایا د هغه شپږ کسیز پلاوي چې د ملي موزیم ريیس هم شتون پکې درلود، په اړه راپور وړاندې کړ چې څو ورځې مخکې د ساساکاوا بنسټ په رسمي بلنه جاپان ته تللي وو.
یاد پلاوي د فرهنګي میراثونو د څېړنې انستیتیوت او د توکیو د میراثونو فرهنګي ادارې څخه لیدنه کړې وه، نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دا سفر به د فرهنګي میراثونو په برخه کې د لا پرمختګ لامل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي؛ د افغانستان او جاپان اړیکې په تاریخي توګه مثبتې دي، چې د صداقت او باور پر بنسټ جوړې شوې دي.
د هغه پلاوي سفر چې تازه جاپان ته تللی وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د فرهنګي اړیکو د پراختیا پیل ګڼو.
ملا خیرالله خیرخواه د جاپان له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې په همکارۍ ټینګار کړی او د جاپان هېواد لېوالتیا یې په دې برخه کې مهمه بللې.
همدارنګه مولوي عتیق الله عزیزی په خپلو خبرو کې د فرهنګي میراثونو په اړه د ښوونیزو پروګرامونو او سیمینارونو د جوړولو په اړه یادونه کړې او د دغه ډول پروګرامونو جوړول یې د تاریخي ابداتو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره مهم وګڼلي.
ښاغلي عزیزي د ملي موزیم، بالاحصار او منار جام په اړه خبرې کړي او له جاپان څخه یې د دې تاریخي ځایونو د بیارغونې پر اړتیا ټینګار کړی.
په پای کې دواړو لوریو د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی.