د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پرون سه شنبه د روزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې د روزګان ولایت د علماوو د شورا رییس مولوي عبدالغفار، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته د یاد ولایت د وضعیت او د علمای کرامو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي.
مولوي عبدالغفار ویلي؛ د علماوو شورا هڅه کړې، چې د روزګان ولایت ټولو سیمو ته د شیخ حفظه الله تعالی فرمانونه، احکام او توصیې ورسوي.
همداراز، د یاد ولایت د علماوو شورا رییس د روزګان د خلکو ستونزې هم ورسره شریکې کړې دي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ګډونوالو ته د وینا پرمهال د روزګان د علماوو شورا فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي؛ اوس د علماوو لپاره د خدمت ښه زمینه برابره ده، علما باید د خلکو د ذهنیت جوړولو او خلکو ته د دين رسولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړې، علما دې د خپلو اړوندو ولایتونو خلکو ستونزو په حلولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي همداراز د روزګان ولایت علماوو او قومي مشرانو ته د یاد ولایت د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.