د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر ژاو شېنک سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرولو، د سنتي طب په برخه کې د انسټیټیوټ جوړولو او په کندهار کې د میرویس سیمهییز روغتون د پراختیا او بیارغونې په اړه خبرې شوي دي.

مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي سیستم پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د دې برخې پراختیا او د روغتونونو په پرمختللو تجهیزاتو سمبالېدل اړین بللي دي.
همدارنګه، نوموړي د چین له سفیر څخه د میرویس سیمهییز روغتون د بیارغونې او پراختیا، د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرولو او د سنتي طب په برخه کې د انسټیټیوټ د جوړولو غوښتنه کړې ده.
د چین سفیر ژاوشېنک خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې سره د میرویس سیمهییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، اړینو تجهیزاتو او درملو برابرولو په برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمهییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي.