ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوبو او انرژي وزارت: د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې

د اوبو او انرژي وزارت وايي، چې د کابل مېشتو د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدو په موخه یې د پنجشیر له سیند څخه د اوبو را لېږد پروژې سروې او ډیزاین چارې بشپړې کړې او د منظوري لپاره یې د اسلامي امارت رهبري ته وړاندې کړې ده.

یاد وزارت زیاتوي، چې له تاییدي او د بودیجې له ورکړې وروسته به د یادې پروژې عملي چارې پیل شي.

د اوبو د برخې کارپوهان وايي، چې کابل ته د پنجشیر سیند اوبو لېږد پروژې تر څنګ دې کابل ښاریان او حکومت هم په ګډه د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو پیاوړي کولو لپاره هڅې وکړي. له ژورو څاه‌ګانو دې ډډه وشي او د واورې او باران د اوبو زېرمه کولو لپاره دې څاه‌ګانې وکیندل شي.

د اوبو او انرژي وزارت د مسولینو په وینا؛ د ځمکې لاندې اوبو د سطحې پورته کېدو لپاره يې د دره پشه يي او ارغندي اوبه مهار کړې او هم يې د کابل په بېلابیلو سیمه کې ۳۶۰۰ ژورې څاه‌ګانې کیندلي دي.

پلازمېنه کابل هغه ښار دی، چې نږدې اوه میلیونه وګړي ژوند پکې کوي او زیات شمېر اوسېدونکي يې د څښا ک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې دې ستونزې ته دایمي حللاره پیدا کړي.

اسلامي امارت بیا په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د سطحې لوړلو لپاره جدي کار کړی او د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې ۳۶۰۰ ژورې څاه‌ګانې کیندلې دي.

سربېره پر دې یې د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۱۱مه د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپاره، چې شاوخوا شل زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.