د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخو کې د یوه خپلواک دولتي بنسټ په توګه د هېواد په کچه فعالیت کوي او هره ورځ په ټول هېواد کې د عامه خدمتونو یوه پراخه مجموعه زرګونو هېوادوالو ته وړاندې کوي.
دې ادارې د خپل مسولیت او پلان شویو فعالیتونو پر بنسټ په وروستیو څو میاشتو کې ګڼ شمېر ستر او مهم فعالیتونه ترسره کړي، چې د پاموړ لاستهراوړنې لري.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې موده کې د یو شمېر مهمو سروې ګانو د ترسره کولو ترڅنګ، د نفوسو د احوال ثبتولو، جغرافیايي معلوماتو، احصاییوي ارقامو او معلوماتو د را ټولولو، شننې او خپرولو او ځینې نورو اړوندو برخو کې هېوادوالو، دولتي ادارو او ملي او نړیوالو بنسټونو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دې راپور په ترڅ کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یادو ځینې لویو فعالیتونو او لاستهراوړنو په تړاو لنډ معلومات را ټول شوي دي.
د سروېګانو ترسره کول:
په بېلابېلو برخو کې د سروېګانو ترسره کول د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یو له بنسټیزو دندو څخه دي، چې له همدې امله یې په روان کال کې څو مهم سروېګانې ترسره کړې دي.
د افغانستان د روغتیا سروې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په اوږدو کې د هېواد د روغتیايي سکټور پهتړاو د کره او باکیفیه ارقامو او معلوماتو د را ټولولو په موخه د (MSH) موسسې په مالي ملاتړ په ټول هېواد کې د روغتیا ملي سروې ترسره کړه، چې د ارقامو د را ټولولو پروسه یې ۶۷ سلنه بشپړه شوې ده.
دا سروې د افغانستان د روغتیايي سکټور اړوند کلیدي شاخصونو لهپاره د کره ارقامو او معلوماتو د چمتوکولو په برخه کې له خورا ارزښت څخه برخمنه ده.
د دې سروې په لړ کې د هېواد د روغتیايي سکټور د مهمو شاخصونو له هغې ډلې د زېږونونو، له زېږون څخه مخکې، د زېږون پر مهال او له زېږون وروسته د مور او ماشوم د روغتیا، واکسینونو، نس ناستي، خوارځواکۍ، روغتیا ساتنې او نورو اړوندو شاخصونو په تړاو باکیفیته او کره ارقام راټولېږي، چې تر تحلیل او ارزونې وروسته به د ملي او نړیوالو بنسټونو په واک کې ورکړل شي.
دا سروې له ځیرکو ټابلیټونو څخه په ګټه اخیستو په ډیجیټال بڼه ترسره شوه، چې په لړ کې یې له څهباندې ۲۶ زره او ۵۰۰ کورنیو سره مرکې شوي او پر بنسټ یې د یادو شاخصونو ارقام او معلومات راټول شوي دي.
د ویلو وړ ده، چې په دې سروې کې له ۵۰۰ ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې او دا سروې تر دې وړاندې هم درې ځله په ټول هېواد کې ترسره شوې ده.
د لوګر ولایت د کلیو د تثبیت او کورنیو د فهرستاخیستنې سروې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د عمومي سرشمېرنې لهپاره د مقدماتي چارو په لړ کې روان کال په نمونوي ډول د لوګر ولایت د کلیو د تثبیت او کورنیو د فهرستاخیستنې سروې ترسره کړه.
دا سروې هم له ځیرکو ټابلیټونو څخه په ګټه اخیستو په ډیجیټال بڼه ترسره شوې، چې خام مواد او معلومات یې د سروېیرانو له ساحې څخه په مخامخ ډول را ټول او مرکزي سيسټم ته لېږدولي دي.
د دې سروې په لړ کې د ټولو احصاییوي شاخصونو په پام کې نیولو سره د لوګر ولایت کره نفوس، استوګنیز او غیر استوګنیز واحدونه معلوم او ټول کلي یې په دقیق ډول تثبیت او فهرست شوي، چې بشپړ ارقام او معلومات به یې د دې ادارې د متخصصیو تر تحلیل او ارزونې وروسته خپاره شي.
دا سروې د عمومي سرشمېرنې لهپاره د یوه مقدماتي ګام په توګه ترسره شوې، چې د بریالي کېدو او مالي ملاتړ په صورت کې به په ټول هېواد کې پلې شي.
د ۱۴۰۳ کال تر کښت لاندې سیمو د تثبیت سروې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د ارزونې پرمټ په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د ترکښت لاندې سیمې تثبیت کړي، چې اوبیزې او للمي ځمکې پهکې شاملېږي.
د دې اټکل له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه درې میلیون هکټارو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۲،۱ میلیون هکټاره اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره للمي ځمکه ده.
دا د تېر کال تر کښت لاندې سیمو په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښيي. د تر کښت لاندې سیمو د څو مهمو اقلامو جزییات په لاندې ډول وړاندې کېږي:
د غنمو تر کښت لاندې سیمې:
د دې ادارې موندنې ښيي، چې د تر کښت لاندې ټولې کرنیزې ځمکې پر ۲.۱۲ میلیون هکټاره یې غنم کرل شوي، چې ۱.۳۸ میلیون هکټاره یې اوبیز او ۷۳۶ زره هکټاره یې للمي غنم و.
دا ښيي، چې د تېر کال په پرتله د اوبیزو غنمو په کښت کې ۲.۸ سلنه او د للمي غنمو په کښته کې ۸.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ترلاسه شویو ارقامو ارزونه څرګندوي، چې د غنمو کښت د هېواد د ټولې کرل شوې ځمکې شاوخوا ۷۰ سلنه جوړوي.
د هېواد تر ټولو ډېر اوبیز غنم په هلمند، کندهار، فراه او کندوز ولایتونو کې او تر ټولو ډېر للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي، چې د تولید کچه یې نژدې ۴.۸۳ میلیون مټریک ټنو ته رسېږي.
دا د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د وریجو تر کښت لاندې سیمې:
د دې ترڅنګ، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په روان کال کې د وریجو تر کښت لاندې سیمې هم اټکل کړي، چې د دې اټکل له مخې د هېواد د ۱۷ ولایتونو په ۱۲۹.۲ زره هکټاره ځمکه باندې وریجې کرل شوې دي.
ارقام ښيي، چې روان کال ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله ۹.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
تر ټولو ډېرې ۱۳۰ زره مټریک ټنه وریجې په کندوز ولایت کې تولید شوې دي.
د ویلو وړ ده، چې د روان کال په اوږدو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په ګډه همغږۍ د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شولو د قطع کولو سروې هم ترسره کړې او پورته ارقام او معلومات یې ترلاسه کړي دي.
د پنبې تر کښت لاندې سیمې:
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په لومړي ځل له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو د هېواد د پنبې تر کښت لاندې سیمې اټکل کړي دي.
ارقام ښيي، چې روان کال په ټول هېواد کې په ۱۰۵ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې نژدې ۱۵۹ زره مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوی.
تر ټولو ډېره پنبه په هلمند، بلخ، کندهار او جوزجان ولایتونو کې کرل شوې ده.
د ویلو وړ ده، چې پنبه د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه ده، چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیون ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانه له هېواده بهر صادره شوې وه.
ارقام ښيي، چې د پنبې په کښت کې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه او په تولید کې تر ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تمه ده، چې له دې زیاتوالي سره یې په صادراتو کې هم ډېروالی راشي.
د الکترونیکي او کاغذي تذکرو وېش
د الکترونیکي تذکرو وېش:
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په روان کال کې وکولی شول، د خپلو منظمو فعالیتونو پر بنسټ د الکترونیکي تذکرو د وېش ملي بهیر ته د پاموړ چټکتیا وبښي.
دې ادارې د روان ۱۴۰۳ کال له پیل تر سلواغې میاشتې نژدې ۲ میلیونه هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلي او همدارنګه څهباندې ۱۲۳ زره کسانو ته یې د دې تذکرو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کړي دي.
په روان کال کې د یادو نژدې دوه میلیونه الکترونیکي تذکرو له وېشل کېدو سره اوس د دې تذکرو د مجموعي وېش کچه تر ۱۵ میلیونه او نژدې ۳۳۰ زرو پورې رسېږي، چې نهه میلیونه او ۳۰۷ زره یې نارینه او ۶ میلیونه او ۲۱ زره یې ښځینه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولو وېشل شویو الکترونیکي تذکرو له ډلې یوازې د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت تر اوسه په ټول هېواد کې نږدې نهه میلیونه او ۲۷۱ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
د الکترونیکي تذکرو د وېش ملي بهیر پراختیا:
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په دې هڅه کې ده، چې د الکترونیکي تذکرو پروسه له ښارونو ولسوالیو ته وغځول شي او ټول هېوادوال له کومې ستونزې پرته په اسانۍ سره الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.
په همدې اساس روان کال د هېواد په یو شمېر ولسوالیو له هغې ډلې د هلمند په موسی کلا، د هرات په شینډنډ او د غزني په مقر ولسوالیو کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې پرانېستل شوې او عملاً هېوادوالو ته د دې تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
د دې ترڅنګ، په هلمند او هرات ولایتونو کې خلکو ته د لاډېرو اسانتیاوو په موخه په دې وروستیو کې د آسانخدمت مرکزونه پرانېستل شوي او په فراه ولایت کې بیا د آسانخدمت مرکز لهپاره د ودانۍ جوړېدو رغنیزې چارې هم پیل شوي، چې د روان کال تر پایه به بشپړې او مرکز به عملاً د هېوادوالو پرمخ پرانېستل شي.
همدارنګه، د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې په پکتیکا ولایت کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د تابعیت تذکرو د وېش په موخه یو ګرځنده ټیم رامنځته شوی، چې ژر به خپلې چارې پیل کړي.
دا اداره، اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د آسان خدمت یو مرکز فعال دی چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
د کاغذي تذکرو او زېږون کارتونو وېش:
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو ترڅنګ هېوادوالو ته د کاغذي تذکرو او زېږون کارتونه اړوند خدمتونه هم په ښه ډول هېوادوالو ته وړاندې کړې دي.
له دې ډلې یوازې د کابل په سرای شمالي کمپلېکس کې نژدې ۶۱۱ زره کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمات، د نویو او مثنی تذکرو وېش، د زېږون کارتونو او مړینو پارچو وېش او د بهرنیو وګړو د تګ او را تګ د ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوې دي.
له دې ډلې نژدې ۱۵۲ زره کسانو ته د زېږون کارتونو د وېش او تاییدي، څهباندې ۸۰ زره کسانو ته د نوم، پلار نوم، نیکه نوم او عمر اصلاح، څهباندې ۴۲ زره کسانو ته د نویو او مثنی کاغذي تذکرو د وېش، څهباندې ۳۵ زره کسانو ته د تذکرو د حذف او همدارنګه د ۲۷ زره بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت خدمتونه وړاندې شوې دي.
د هویت تثبیت:
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت د تثبیت ملي سیسټم پرمټ روان کال زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کړې دي. د روان کال په لړ کې د دې سیسټم پرمټ د نژدې ۷۴۹ زره هېوادوالو د هویت تثبیت ترسره شوی او همدارنګه، د الکترونیکي تذکرو ۳ میلیونه او څه باندې ۲۴۱ زره انفرادي فورمونه د لا خوندیتوب په موخه سکن او سیسټم ته رسولي دي.
د دې ترڅنګ، څهباندې ۳ زره د اساس کتابونه چې نژدې ۴۳۴ زره پاڼې کېږي، سکن او ډیجیټل شوي او په سیسټم کې د ۱۵ زره او ۵۶۴ ټوکه کتابونو په شمېر د هېوادوالو معلومات هم تجدید شوي دي.
ولایتي ریاستونو ته د اصلاحي خدمتونو د ځینې صلاحیتونو ورکړه
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مراجعینو ته د اسانتیاوو د راوستلو په برخه کې د امیرالمومنین حفظهالله د فرمان او د خپل مسولیت له مخې اړین ګامونه واخیستل او تر ډېره بریده یې د خلکو د وخت ضایع کېدو او سرګردانۍ مخه ونیوله.
دې ادارې په دې وروستیو کې خپلو ولایتي ریاستونو ته د تابعیت تذکرو د ځینې اصلاحي خدمتونو صلاحیتونه ورکړل، چې له دې سره د هېوادوالو ډېرې ستونزې هوارې شوي او پر خپل وخت اړوند خدمتونه ورته وړاندې کېږي.
په عین شهرت د تکراري تذکرو لغوه کول
په عین شهرت د تکراري تذکرو لغوه کول چې د عمر توپیر یې درې کاله وي (د تعلیمي اسنادو او پاسپورټ مطابق)
د عمر اصلاح ( تر ۱۸ کلنۍ درې کاله او له هغه پورته دوه کاله)
د املایي تېروتنو اصلاح
د تخلص درج، حذف یا اصلاح
د مختاړي او وروستاړي حذف یا اضافه کول
په ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو د له وېش وروسته خدمتونو رامنځته کول؛ او یو شمېر نور متفرقه موارد ولایتي ریاستونو ته د ورکړل شویو صلاحیتونو له ډلې مهم هغه دي.
د ویلو وړ ده، چې د دې صلاحیتونو د ورکړې له نېټې (۲۰ مرغومی د سلواغې میاشتې تر پایه) نژدې ۳۰ زرو کسانو ته اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ولایتي ریاستونو ته د دې صلاحیتونو له ورکړې سره هېوادوالو ته خورا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي او د هغوی د سرګردانۍ او وخت ضاېع کېدو مخه یې نیولې ده.
د نوبت آنلاین سیسټم رامنځته کېدل
د دې ټولو ترڅنګ، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې وروستیو کې هېوادوالو ته د لا ډېرې اسانتیا په موخه د آنلاین نوبت اخیستلو سیسټم رامنځته کړی، چې هېوادوالو ته یې بېسارې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د دې سیسټم له فعالېدو سره اوس خلک کولی شي د هېواد له هرګوټ څخه په آنلاین بڼه د خپلې ستونزې د حل لهپاره نوملیکنه وکړي، چې سیسټم ورته نوبت او نېټه ټاکي، څو په همغه ټاکلې نېټه مرکزي ادارې ته راشي او په ډېرې اسانۍ سره خپله ستونزه حل کړي.
د دې سیسټم له فعالېدو سره اوس هېوادوال اړ نهدي، چې یو ځل د نوبت اخیستلو او بیا د خپلې ستونزې د حل په موخه مرکزي ادارې ته مراجعه وکړي.
د عواېدو بانکي کېدل
د احصایې او معلوماتو ملي اداره، تل هڅه کوي، چې د خپلو اړوندو عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مراجعینو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې.
په همدې لړ کې دې ادارې وکولی شول، چې په ډېری مرکزونو او د اداري په مرکزي دفتر کې د عواېد راټولول بانکي کړي او د خلکو د وخت ضاېع کېدو مخه هم ونیسي.
په دې برخه کې له میوند بانک سره د هوکړې له مخې د اداري په مرکزي دفتر، د آسانخدمت د لومړي مکروریانو مرکز، سرای شمالي کمپلېکس، کارته پروان وېش څانګه، د آسانخدمت باغبالا او شهرنو څانګو او همدارنګه په هرات، خوست، جوزجان، کندهار، بغلان او پروان ولایتونو کې د یاد بانک څانګې پرانېستلي چې هېوادوالو ته یې په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د دې څانګو پرانېستل له هېوادوالو سره مرسته کوي، چې د عامه خدمتونو په بدل کې بانکي تعرفې له سرګردانۍ او ځنډ پرته د دولت حساب ته تحویل او چارې یې په لنډ ممکن وخت کې ترسره شي.
همدارنګه، د دې څانګو پرانېسته ادارې ته دا واک ورکوي، چې خپل عامه خدمتونو په خپل وخت او معیاري بڼه هېوادوالو ته وړاندې او د عواېدو د را ټولولو پروسه یې شفافه او چټکه شي.
احصاییوي فعالیتونه
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې معاونیت د احصاییوي سروېګانو د ترسره کولو ترڅنګ چې تفصیل پورته ذکر شو، هر کال په مرکز کابل کې له ۶۵ امارتي او خصوصي ادارو او وزارتونو څخه د څهباندې دوه زره معیاري فورمونو او له ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۱ زره معیاري فورمونو له لارې د بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي، کرنیزو، روغتیايي، ښوونې او روزنې، لوړو زدکړو او نورو ورته برخو ارقام او معلومات په اونیز، میاشتني، ربعوار او کلني ډول را ټولوي او تر تحلیل او تجزیې وروسته یې د ۶۵ عنوانه احصاییوي نشریو له لارې نشر ته سپاري.
دې ادارې په روان کال کې د ۱۴۰۲ کال احصاییوي کلنۍ، چې د ټول هېواد د بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو، کرنیزو، روغتیايي، تعلیمي او نورو برخو ارقام او معلومات پکې دي، په ښکلي صحافت چاپ کړې، چې امارتي ادارو او وزارتونو، عامه کتابتونونو، پوهنتونونو او موسساتو ته وېشل شوې ده.
دا اداره همدارنګه، د تجارت کلنۍ، د قیم یا قیمتونو کلنۍ او د نفوسو کلنی اټکل ترڅنګ ۶۵ عنوانه اونیزې، میاشتنۍ او ربعوارې احصاییوي نشریې لري، چې د خپل مهالوېش له مخې د ټول هېواد مهم ارقام او معلومات پهکې منعکس کېږي او سافټ بڼې یې د دې ادارې په ویبسایټ کې د لاسرسي وړ دي.
د دې ادارې د احصایې معاونیت همدارنګه په دې موده کې څه باندې ۵۰۰ محصلینو او د امارتي ادارو کارکوونکو ته د احصاییوي سیسټمونو او پروګرامونو په تړاو روزنیزې برنامې هم جوړې کړي، چې پکې ګډونوالو ته د SPSS سافټویر د کارونې، پرکتیک دورې، د احصاییوي ارقامو او معلوماتو د راټولولو او یو شمېر نورو برخو په تړاو عملي زده کړې ورکړل شوې دي.
پراختیايي پروژې
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همدارنګه روان کال په مرکز کابل او ولایتونو کې د ۳۷،۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۴۹ پراختیايي پروژې پلان کړي، چې له هغې ډلې د ۳۷ پروژو چارې بشپړې شوي او پاتې نورې به هم د کال تر پایه تکمیل شي.
په دې پروژو کې د مراجعینو لهپاره د سایبانونو جوړول، د ولایتي ریاستونو د احاطې دېوالونو، د الکترونیکي تذکرو او آسانخدمت مرکزونو د ترمیم او یو شمېرې نورې پروژې شاملې دي.
د دې ترڅنګ، په کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، پکتیا، خوست، تخار، بلخ، ډایکندي، ارزګان او کنړ ولایتونو کې د نژدې پینځه میلیونه افغانیو په ارزښت او د ۱۳۲.۷ کیلوواټ په ظرفیت د سولري برېښنا سیسټمونه هم فعال شوي، چې مراجعینو ته یې د خدمتونو په وړاندې کولو کې ډېره اسانتیا برابره کړې ده.
د بېلابېلو قضیو بررسي او ارزونه
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، په ۱۴۰۳ کال کې ۳۴ پلاني او ۷۸ فوقالعاده قضیې ارزولې او تفتیش کړې دي.
د دې تفتیش په پایله کې له قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو څخه د سرغړونې له امله اووه کارکوونکي منفک شوي، ۳۹ تنو ته اخطاریه ورکړل شوې، ۶۹ تنو ته توصیه شوې، شپږ تنه تبدیل او ۱۰ نور تنزیل بست شوي دي.
د دې ارزونو او تفتیش په پایله کې مرکزي او ولایتي واحدونو ته د څه باندې ۲۷،۳ میلیون افغانیو د حصول لارښوونه شوی دی.
د دې ترڅنګ، د چارو د لا ښهوالي په موخه د دې ادارې له مرکزي او ولایتي ریاستونو او د الکترونیکي تذکرو له وېش څانګو څخه وخت پر وخت نظارت ترسره شوی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره، د یوه ملي بنسټ په توګه ژمنه ده، چې ملي او نړیوالو سازمانونو، رسنیو او عامو خلکو ته باکیفیته، معتبر او کره ارقام او احصاییوي معلومات او نور اړوند عامه خدمتونه وړاندې کړي.