ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوهنې وزارت د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې

پوهنې وزارت وايي؛ د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک کړې.

 د پوهنې وزارت له لوري د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره، په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاءالله سعید، د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق، مرکزي رییسانو، د یو شمېر نورو وزارتونو مرستیالانو او مسولینو په شتون کې لاسلیک شول.

په دې هوکړه لیکونو سره به یادې ادارې د علمي همکاریو نوی باب پرانیزي.

 په دې اړه جوړې شوې غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال وویل؛ پوهنې وزارت په خپل بې سارې اقدام کې د مرکزونو په شمول هغو لیرې پرتو سیمو ته هم ښوونیز او روزنیز چوپړونه رسولي، کوم چې د تېرې ادارې پرمهال ورته هېڅ ډول پام نه و شوی.

 نوموړي زیاته کړه؛ په بېلابېلو برخو کې د پوهنې وزارت له پرمختګونو سربېره، نن ورځ د ۲۵ ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو لپاره هوکړه لیکونه لاسلیکوو، چې په حقیقت کې دا په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره یو طلایي فرصت دی، تر څو هر هېوادوال د علم او پوهې له رڼایۍ څخه برخمن شي.

 ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال د یاد وزارت لخوا د هېواد له ۲۵ وزارتونو او ادارو سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د یادو هوکړه لیکونو لاسلیکېدل خورا مهم وبلل او څرګنده یې کړه چې د اسلام په مبارک دین کې پر کتابت زیات ټینګارشوی؛ دا ځکه چې د ورځني ژوند د ټولو کړنو پرمختګونه د لیک لوست پر پیاوړتیا او تر لاسه کولو پورې تړلې دي.

 د یو شمېر نورو وزارتونو مسولینو او علمای کرامو هم د لیک لوست د اغېزو او اهمیت په تړاو هر اړخیزې علمي ویناوې وکړې او د ټولنې وګړي یې د علم او پوهې تر لاسه کولو ته وهڅول.

په پای کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د یاد وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال او کفیل مولوي سخاءالله سعید او د هېواد د ۲۵ نورو وزارتونو او ادارو باصلاحیته استازو ترمنځ د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د لایحو په رڼا کې د همکاریو دا ډول تړونونه به د اړوندو وزارتونو او ادارو د نالوستو کسانو لپاره د سواد کچې لوړولو او تجربو شریکولو په برخه کې یو غوره فُرصت رامنځته کړي.