د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تربګني اختلافاتو له امله هغه راپورته شوې ۲۳ کلنه دښمني، چې له کبله یې يو کس وژل شوی و او د زیاتو مالي زيانونو ترڅنګ يې لوی جنجالونه هم رامنځته کړي وو، تېره ورځ د یوې قومي جرګې په ترڅ کې حل او په دوستي بدله شوه.
یاد وزارت زیاتوي؛ د دغې شخړې د حل په موخه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امریت د سیمه ییزو متنفذینو او دیني عالمانو په مشرۍ ګډه جرګه جوړه کړه او په شخړه کې ښکېلې خواوې یې سولې او اخوت ته راوبللې.
مرکچیانو د دښمنیو پر بدو عواقبو او زیانونو خبرې وکړې او د دواړو کورنیو ترمنځ یې د پخلاینې عادلانه پرېکړه وکړه.
ښکېلو لوریو د مسولينو لخوا د عادلانه فيصلې هرکلی وکړ، خوښي یې څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت مشران له ولسي وګړو سره په ګډه د خپلمنځي شخړو هوارولو ته ژمن دی.
دوی زیاته کړه، چې د دښمنۍ له ژونده ستړي شوي وو او ورسته له دې به د وروڼو په څېر له یو بل سره ژوند تېروي.