د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د چین سفیر د چین او افغانستان د تېرو څو لسیزو سیاسي او ديپلوماتیکې اړیکې مهمې وبللې او ویلي یې دي، چې بیجنګ چمتو دی له اسلامي امارت سره د افغانستان د اقتصادي ودې او د پانګونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو د ابادولو په برخه کې مرستې ته چمتو دی او پلان لري چې په افغانستان کې یو شمېر کورونه کډوالو ته ورغوي.
د ناستې پر دوام ژاو شینګ په افغانستان کې اقتصادي وده او فرصتونه د پام وړ بللي او په وینا یې، چین به له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغان کډوالو را ایستل په کور دننه د مرستو پر رسونې اغېز کړی دی.
هغه په بېلابېلو برخو کې د چین هېواد د مرستو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت د افغان کډوالو لپاره د استوګنیزو ښار ګوټو د رغولو پلان تر لاس لاندې لري او په دې برخه کې یې د مرستندویو بنسټونو د همکارۍ د اړتیا یادونه وکړه.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر د چین سفیر ته ډاډ ورکړی، چې شوې مرستې به په شفاف ډول اړمنو ته رسیږي.