د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبري له لوري د ايران او پاکستان هېوادونو د رزمي لوبو او د WTF تکواندو د اوـ سپورټ سبک سياليو کې مډال راوړونکي ورزشکاران وستایل شول.
په دغو سياليو کې د رزمي لوبو او تکواندو برخې اووم پړاو سياليو کې ۲۷ ورزشکاران، چې د پاکستان په کوربتوب ترسره شوې پکې افغان ورزشکارانو وکولی شول د سرو زرو، سپينو زرو او د برنزو مډالونه ترلاسه کړي.
همدارنګه په دغه ستاينغونډه کې د ايران په کوربتوب د رزمي لوبو په اوـ سپورټ سبک اسيايي سياليو کې هغه ۲۰ ورزشکاران وستایل شول، چې له يو پلاوي، يو روزونکي او يو رييس څخه جوړه وه او وې کولای شول ۲۷ بېلابېل د سرو زرو، سپينو زرو او برنزو مډالونه وګټي.
په دغو سياليو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د المپيکي چارو رییس داد محمد پاينده اختري، د نشراتو رييس اتل مشواڼي، په پوهنتونونو، مکتبونو او مدرسو کې ورزش ته د ودې ورکولو رییس داد محمد ناوک، ورزشي مشاور ګلاب الدين خپلواک، د تکواندو ملي فدراسيون رهبري او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په دغو سياليو کې د هېواد د المپيکي چارو رییس داد محمد پاينده اختري په بهرنيو سياليو کې ورزشکارانو ته د رزمي لوبو او تکواندو برخه کې د برياوو مبارکي وويله او د ورزش ادارې لپاره د يادو ورزشکارانو د سرو زرو، سپينو زرو او د برنزو مډالونه ګټل یې لویه لاسته راوړنه ياده کړه.
په پای کې د ورزش ادارې رهبري له لوري د ايران او پاکستان هېوادونو په سياليو کې د رزمي لوبو او تکواندو مډال راوړونکي ورزشکارانو ته نغدې پيسې او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.