د ټولګټو وزارت وایي، د دې وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ تخنیکي پلاوي ترکمنستان هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر کړی.
یاد وزارت زیاته کړې، په یاد سفر کې د اووه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يو هوکړه ليک د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د اقينې–اندخوی د پاتې ۱۰ کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه هوکړه ليکونه د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره لاسلیک شول.
ټاکل شوې ده، چې د يادو هوکړه ليکونو تر لاسليک کولو وروسته په نږدې راتلونکې کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو درېیو پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک شي، ترڅو عملي چارې يې پيل شي.
اسلامي امارت ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې رغول، نښلول او معياري کول په لوړه کچه لومړيتوب لري او ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره په سيمه ييزه او نړيواله کچه دوه اړخيزې همکارۍ راجلب کړي.
یادونې وړه ده، چې له دې وړاندې هم د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ايران، اوزبيکستان او ترکیې هېوادونو ته هم د دوه اړخيزو اړيکو او ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفرونه کړي وو.